د لارو بندېدو او د ايران جګړې بيې لوړي کړي دي

د لارو بندېدو او د ايران جګړې بيې لوړي کړي دي
په افغانستان کي د پاکستان سره د لارو بندېدو او له ایران سره د جګړې له امله د خوراکي توکو بيي لوړي سوي دي. سوداګر وايي، اصلي فشار پر وړو دوکاندارانو اچول کېږي، حال دا چي بنسټيزې ستونزي پر خپل ځای پاته دي.
د لمر خان په نامه یو ننګرهارۍ دوکاندار وايي: «ما دولس کانټينره غوړي رابار کړي دي. شپاړس ليتره راته په اته ويشت اعشاريه دېرش ډالره تمامېږي او لس ليتره په اتلس اعشاريه اويا ډالره. که يې په افغانۍ حساب کړو، شپاړس ليتره راته په ۱۸۳۰ افغانۍ او لس ليتره په ۱۲۰۰ افغانۍ تمامېږي.»

د ده په خبره، د نرخنامې له مخي ورته د شپاړس ليتره بوشکې بيه ۱۷۳۰ افغانۍ او د لس ليتره بوشکې بيه ۱۱۳۰ افغانۍ ټاکل سوې ده. «دولت د پنځوس بوشکو دوکاندار پسي راځي چي دوکان يې وتړي، خو په ګمرکاتو کي ظرفيت نه لوړېږي. درې زره کانټينره پنځلس ورځي په نوبت ولاړ وي څو محصول سي.»
سوداګر زياتوي، له فراه تر خوست پورې پنځه زره افغانۍ ټولپلازې اخيستل کېږي، له شپږو تر لسو زرو ترازوګانو پيسې اخيستل کېږي او شاوخوا پنځه زره افغانۍ د ترانسپورټ کرايه ده. «محصول يوه افغانۍ هم نه ټيټېږي، خو فشار يوازي پر وړو دوکاندارانو راځي.»
د دوی غوښتنه دا ده چي محصول راکم سي، له بندرونو تر کابل د بار وړلو کرايه چي تر دوه سوه فيصده لوړه سوې، راکمه کړل سي، ټولپلازې او ترازوګان لغوه کړل سي او د ګمرک محصول راټيټ کړل سي.

د سوداګرو په وينا، غټو شرکتونو ته لس ليتره بوشکه په پنځلس اعشاريه پنځوس ډالره تمامېږي او په اتلس اعشاريه پنځوس يې خرڅوي، شپاړس ليتره ورته په درې ويشت ډالره تمامېږي او په اته ويشت يې پلوري. دوی دليل راوړي چي په کراچۍ کي يې کانټينرونه بند پاته دي او هره ورځ زرګونه ډالره د ځنډ تاوان پرې راځي، نو ځکه د ايران له لاري راوړل سوی مال په لوړه بيه خرڅوي څو هغه تاوان جبران کړي.
سوداګر پوښتنه کوي: «کله چي درې زره کانټينره پنځلس ورځي د محصول لپاره په نوبت ولاړ وي، ايا په بازار کي به تقاضا نه زياتېږي او بيې به نه لوړېږي؟»
د دوی په اند، اړوند مسوولين بايد يوازي د وړو دوکاندارانو دوکانونه ونه تړي، بلکي بنسټيزي ستونزي لکه لوړ محصول، د ترانسپورټ درنې کرايې او غيرضروري ټولونې حل کړي، څو بازار عادي حالت ته راوګرځي.