نن د ايران، امريکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې شپږمه ورځ ده

نن د ايران، امريکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې شپږمه ورځ ده، په همدې ورځ د ایران د مرکز تهران په بېلابېلو سیمو کي د څو پرلپسې چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي، ورسره سم ایران د اسرائیلو پر لور د توغندیو نوې څپه هم پيل کړې ده.
د ايران تسنیم خبري اژانس د پنج شنبې په ورځ (۱۴ حوت) راپور ورکړ، چي د تهران په بېلابېلو سیمو کي څو چاودني سوي او ایران خپل هوايي دفاع سیستمونه فعال کړي.
له دغو چاودنو وروسته «سپاه پاسداران» په یوه اعلامیه کي ويلي، چي د اسرائیلو او د سیمي په کچه د امریکا اړوندو اډو پر ضد د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو ۱۹ مه څپه پيل سوې.

په مقابل کي د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چي د قم په ښار کي ئې د بالستیک توغندي د توغولو یوه سيستم او په اصفهان کي ئې د ايران يو بل د هوايي دفاع سیستم له منځه وړی دئ.
په ورته وخت کي د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چي امریکايي ځواکونو د ایران د سمندري ځواکونو پوري اړوند له شلو څخه زیاتي کښتۍ په نښه کړي او ډوبي کړي دي.
اسرائیلو د شنبې په ورځ ( ۹ حوت) پر ایران بریدونه پیل کړل،واشنګټن هم اعلان کړی چي له اسرائیلو سره یوځای ئې د ایران پر ضد پراخ عملیات ترسره کړي دي.