د لغمان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د لغمان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ سهار د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کي د راستنېدونکو کډوالو موټر چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي ۱۸ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼي په حواله چي د پېښي ټپيان د ننګرهار ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.