د روسيې د دفاع وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسماکوف او د ط..البانو د دفاع وزیر م.لا یعقوب م.جاهد په مسکو کي سره لیدلي دي.
په دغه کتنه کي دواړو لورو د سیمهییز امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول په منځنۍ او جنوبي آسیا کي د امنیتي ګواښونو او د دوه اړخیزو پوځي اړیکو د پراختیا په اړه بحث کړی دئ.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چي دا خبري د همکاریو د زیاتوالي او د ګډو امنیتي ننګونو د مدیریت په موخه ترسره سوي دي.