د ماشومانو نړۍواله ورځ پر داسي مهال نمانځل کېږي

د ماشومانو نړۍواله ورځ پر داسي مهال نمانځل کېږي، چي په کندهار کي ګڼ ماشومان د بېوزلۍ له امله د ښوونځي پر ځای په شاقه کارونو بوخت دي او یو شمېر نور د سړکونو پر غاړه سوالګري کوي.
د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو زیاتوالي د ګڼو کورنیو ژوند اغېزمن کړی، چي له امله ئې ماشومان د زده‌کړو پر ځای د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو له پاره کار کولو ته اړ دي.
که څه هم زده‌کړه د هر ماشوم اساسي حق دئ، خو په کندهار کي ګڼ ماشومان لا هم له دغه حق څخه محروم دي.

د ماشومانو د نړۍوالي ورځي نمانځل هغه مهال معنا پیدا کوي، چي د هغوی د زده‌کړو، خوندیتوب او ښه ژوند له پاره عملي ګامونه واخیستل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *