د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترامپ څخه وغوښتل چي په سیمه کي روانه جګړه پای ته ورسوي او ټینګار ئې وکړ، چي له هغه پرته بل هېڅوک دا کار نه سي کولای.
د هغه په وینا، د جګړې دوام ښايي لوی اقتصادي ټکان رامنځ ته کړي.
د هغه په خبره د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه به د نړۍوال اقتصاد او د نفتو پر بیو منفي اغېزې وکړي.
السیسي همدارنګه د غزې د جګړې پر مهال خپلي پخوانۍ غوښتني ته اشاره وکړه او په وينا ئې هغه وخت ئې هم له ټرمپ غوښتي و، چي جګړه ودروي، ځکه د ده په باور ټرمپ یوازینی کس و چي دا کار ئې کولای سو.
هغه ټینګار وکړ، چي د امریکا متحده ایالات د یو نړۍوالي زبرځواک په توګه ځانګړي وړتیاوي لري او هیله ئې څرګنده کړه، چي دا بحران به ژر او په سولهییز ډول پای ته ورسېږي، څو سیمه د جګړې له بېري او ویجاړیو وژغورل سي.