د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ د ترکيې په شرناک ښار کي ئې ۲۴ افغان کډوال نيولي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال په قاچاقي ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو، چي د پوليسو له خوا نيول سوي وو.
د پوليسو په خبره چي دغه افغان کډوال ئې د بهرنیو اتباعو کمپ ته انتقال کړي؛ ترڅو بېرته ئې افغانستان ته اخراج کړي.