د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د ناروې حکومت د افغانستان سره ۹۹۰زره امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا ويلي، چي دغه مرسته د افغانستان د باور ځانګړي صندوق ته سپارل سوې ده او د اړتيا پر مهال به د اړمنو کسانو لاس نيوی ورباندي وکړي.
د اوچا د معلوماتو له مخي په ۲۰۲۶ کال کي په افغانستان کي شاوخوا ۲۲ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.
د ياد سازما د معلوماتو له مخي د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتيا ده.