د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ ۲۵۰ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۷ کورنۍ د اسلام کلا د لاري او ۱۲ کورنۍ د نېمروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
ياده خبرپاڼه ليکي چي په دغه ورځ ۲۱۱ کورنۍ د‌ ننګرهار ولايت د تورخم د لاري او ۱۰ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.

دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان د ژمي په دغه ساړه موسم کي هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.