د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، کویټ د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۲.۵ میلیونه ډالره نوې مرسته کوي.
اوچا د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د کویټ له دې مرستو مننه کړې او ویلي ئې دي، چي د ۲۰۲۴ کال راهیسي د دغه هیواد دوامداره ملاتړ په افغانستان کي د بشري مرستو د فعالیتونو په دوام کي مهم رول ادا کړی دئ.