د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدني پروګرام وايي، کابل په تېرو څو لسیزو کي د ودانیو او استوګنیزو سیمو له پلوه پراخ سوی

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدني پروګرام وايي، کابل په تېرو څو لسیزو کي د ودانیو او استوګنیزو سیمو له پلوه پراخ سوی، خو د دې ښار د لا ښه پرمختګ له پاره د ښاري پلان جوړوني او پانګوني پیاوړتیا ته اړتیا ده.
دغه سازمان د ښارونو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ټینګار کړی، چي د کابل د منظمي پراختیا له پاره باید اغېزمن پلانونه جوړ او د ښاري خدمتونو د ښه والي په برخه کي لا ډېره پانګونه وسي.
د یاد پروګرام په وینا، که کابل ته لازم ملاتړ او پانګونه برابره سي، نو دغه ښار د میلیونونو وګړو له پاره پر یوه پرمختللي او د ژوند کولو وړ ښار بدلېدای سي.