د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چي افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هیوادونو څخه شمېرل کېږي.
دغه سازمان زياتوي، چي د دغو چاودنو ۸۰ سلنه قربانيان کوچنيان دي.
اوچا د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام د معلوماتو په حواله ویلي، نژدې څلور پر پنځه قربانیان کوچنيان دي او هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۵۰ تنه د ماینونو او نورو ناچاوده توکو د چاودنو له کبله وژل کېږي یا ټپیانېږي.
د راپور له مخي، د بوديجې کمښت د ماین پاکۍ د عملیاتو د محدودېدو لامل سوی، په داسي حال کي چي دغو فعالیتونو د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د کوچنيانو د خوندیتوب له پاره مهم رول لوبوي.
اوچا ټینګار کوي، چي د جګړو پاته چاودېدونکي توکي لا هم د افغانستان په ګڼو سیمو کي د خلګو ژوند ګواښي او د کافي مالي ملاتړ په برابرېدو سره به د دغو خطرناکو پاته سوو د پاکولو چاري چټکي او خوندي چاپېریال رامنځته سي.