د ط..البانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی

د ط..البانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چي د سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ بشپړه سوې.
د ياد وزارت په وینا، سږکال نژدې ۳۰ زره افغان حاجیان د کابل، کندهار، هرات او بلخ له هوايي ډګرونو د حج مراسمو له پاره سعودي عربستان ته لېږدول سوي وو او اوس ټول بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي.
چارواکي وایي، د حاجیانو د تګ او راتګ عملیات نژدې یوه میاشت دوام وکړ او د بېلابېلو پړاوونو له بشپړېدو وروسته پای ته ورسېدل.