له وروستیو زورورو زلزلو وروسته د وینزویلا د پلازمېني کاراکاس اسمان د لمر لوېدو پر مهال په سور او نارنجي رنګ بدل سوی

له وروستیو زورورو زلزلو وروسته د وینزویلا د پلازمېني کاراکاس اسمان د لمر لوېدو پر مهال په سور او نارنجي رنګ بدل سوی، چي د خلګو او رسنیو پام ئې ځان ته اړولی دئ.
کارپوهان وایي، د زلزلو له امله پورته سوي دوړي د لمر د وړانګو د خپرېدو بڼه بدله کړې، چي له امله ئې د اسمان رنګ غیرعادي ښکاري.
بايد وويل سي چي په دغه هيواد کي وروستيو زلزلو تر اوسه له ۱۷۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او پراخ مالي زیانونه ئې هم اړولي دي.