د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د اوبو سخت کمښت د دوی ورځنی ژوند او کرنیزي چاري له لویو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوی په وینا، ډېری بزګران د خپلو ځمکو د خړوبولو له پاره برمې وهلي؛ خو برمې ئې بېرته وچي سوي دي.
د سیمي خلګ وایي، د اوبو د نشتوالي له امله کرنیزي ځمکي د وچېدو له ګواښ سره مخ دي، حاصلات کم سوي او ځیني کورنۍ د څښاک اوبو د پیدا کولو له پاره اړ سوي چي نورو سیمو ته کډه وکړي.
هغوی له ط..البانو غواړي چي د اوبو د مدیریت له پاره ژر عملي ګامونه پورته کړي او د اغاجان بند په څېر د اوبو د زېرمه کولو پروژې پلي کړي.
د دوی په باور، که د اوبو د کمښت د حل له پاره بېړني اقدامات ونه سي، ارزګان به په راتلونکو کلونو کي د لا پراخ چاپېریالي او اقتصادي بحران سره مخ سي.