د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان (فائو) ویلي چي د روان میلادي کال د مارچ میاشتي په جریان کي به په افغانستان کي د هوا تودوخه تر عادي کچي لوړه وي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، وړاندوینه کړې چي په ختیځو ولایتونو او د هیواد په یو شمېر مرکزي سیمو کي به بارانونه د اوسط له کچي زیات وي.
د راپور له مخي، په نورو سیمو کي به بیا ورښتونه تر عادي اندازې کم وي.
فائو همداراز ویلي چي زيات بارانونه به د مارچ میاشتي په وروستیو ورځو کي وسي او دا به په ټولیز ډول د کرنیزو محصولاتو د خړوبولو له پاره ګټور تمام سي.
د ياد سازمان په خبره چي په همدې موده کي به د تودوخي درجه تر عادي کچي لوړه وي، چي د وچکالۍ د زياتېدو د احتمال کچه هم ورسره لوړېږي.