په منځني ختیځ کي د ایران

په منځني ختیځ کي د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په نړۍوالو بازارونو کي د خامو تېلو بیې په چټکۍ لوړي سوي دي.
د راپورونو له مخي د یو بېلر خامو تېلو بیه نږدې ۱۸ سلنه لوړه سوې او شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
شنونکي وايي چي د سیمي د روان امنیتي وضعیت او د جګړې د پراخېدو اندېښنې د انرژۍ پر نړۍوال بازار ژور اغېز کړی دئ.

اقتصادي څېړونکي زیاتوي چي دا د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده چي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتي راهیسي ثبتېږي.