د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخي، په تېره یوه اوونۍ کي د پاکستان په بلوچستان

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخي، په تېره یوه اوونۍ کي د پاکستان په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا ایالتونو کي ۵۱۷ افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول سوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، د اسنادو نشتوالی او د جبري ایستلو وېره په پاکستان کي د افغان کډوالو ستونزي زیاتي کړي دي.
د دغو بنسټونو د شمېرو له مخي، له ۲۰۲۳ کال راهیسي تر ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۷مي پوري شاوخوا ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره افغانان له پاکستانه ایستل سوي دي.

همداراز، په تېرو درو کلونو کي له ایران او پاکستان څخه تر ۶.۵ میلیونو ډېر افغان کډوال هیواد ته راستانه سوي دي.