د ملګرو ملتونو په سازمان کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق له نړۍوالي ټولني غوښتي، چي له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب له پاره دي هڅي زیاتي کړي.
فایق د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مي کلیزي په مناسبت ویلي، چي افغانان د بېلابېلو ستونزو پر مهال له دغه سازمان سره اوږدمهاله اړیکي لري.
نوموړي ټینګار کړی، چي د یوه سولهییز او ټولشموله افغانستان د جوړېدو له پاره باید نړۍوالي همکارۍ پیاوړي سي او خلګو ته د خپل هیواد د راتلونکي په ټاکلو کي د ګډون فرصت ورکړل سي.
هغه همداراز له ګاونډیو هیوادونو سره د سولهییزو اړیکو پر ساتلو او نړۍوالو ژمنو ته د افغانستان پر پابندۍ ټینګار کړی دئ.
دا غوښتني په داسي مهال مطرح کېږي، چي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځي او نجوني د زدهکړو او کاري محدودیتونو سره مخ دي.