د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ط..البانو او ترکي چارواکو په یوه لیدنه کي په ترکیه کي د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او د هغوی د وضعیت د ښه والي له پاره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبري کړي دي.
په دې کتنه کي دواړو لورو د کډوالۍ چارو د تنظیم، د کډوالو د ستونزو د حل او د دوهاړخیزي همکارۍد پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
ترکي چارواکو ویلي، هڅه کوي کډوالو ته خپل هیواد ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي، خو افغان پلاوي د کډوالو د ستونزو د هواري له پاره د لا زیاتو ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.