د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کي ۱۳ ملکي کسان وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
نوموړي ویلي چي په دغو بریدونو کي د ملکي خلګو کورونه هم په نښه سوي او له دواړو خواوو ئې غوښتي چي نړۍوال بشري قوانین مراعات او د ملکي وګړو خوندیتوب ته دي پاملرنه وکړي.