د پاکستان رسنیو د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمیر په مظفراباد سیمه کي د یوې پوځي چورلکي د غورځېدو په اړه تازه جزئیات

د پاکستان رسنیو د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمیر په مظفراباد سیمه کي د یوې پوځي چورلکي د غورځېدو په اړه تازه جزئیات خپاره کړي.
د راپورونو له مخي دغه چورلکه د الوتني پر مهال له تخنیکي ستونزو سره مخ سوې او وروسته را لوېدلې.
د خپرو سوو معلوماتو له مخي، په دې پېښه کي په چورلکه کي ټول سپاره کسان وژل سوي دي.

ویل کېږي چي د قربانیانو په ډله کي دوه پیلوټان، شپږ لوړپوړي پوځي چارواکي او یو شمېر نور سرتېري شامل دي.
ځینو رسنیو د وژل سوو افسرانو او سرتېرو نومونه هم خپاره کړي، خو د پاکستان پوځ تر اوسه د قربانیانو بشپړ رسمي لېست نه دئ اعلان کړی.
چارواکي وایي، د پېښي د اصلي لامل د معلومولو له پاره پلټني رواني دي.