د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستيال ټام فلچر، خبرداری ورکړی چي په افغانستان کي د اړمنو خلګو له پاره مرستي کمي سوي دي او دا کار افغان ماشومان له جدي ګواښ سره مخ کوي.
نوموړي د امنیت شورا غونډي ته ویلي، دا مهال شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغان ماشومان د مړیني له جدي خطر سره مخ دي.
فلچر زیاته کړې، د بودجي کمښت خورا جدي ستونزي پيدا کړي دي او سږ کال ژمی به ډېری اړمنو کورنیو ته د خوړو رسونه نه کېږي.
د ده په خبره، تېر کال څه باندي پنځه میلیونه افغانانو ته مرستي رسېدلي وې، خو سږ کال دا شمېر یوازي یو میلیون ته راټیټ سوی دئ.
نوموړي ټینګار کړی چي د مرستو کمښت افغانستان کي بشري بحران ته لاره هواروي او نړۍواله ټولنه باید د دې وضعیت پر وړاندي بېپروا پاته نه سي.