د افغانستان د ازادۍ جبهې د بشر د حقونو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د بشر د حقونو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي، چي ط..البانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي د خلګو بنسټیز حقونه سخت محدود کړي دي.
دغه جبهه زیاتوي چي ط..البان د خلګو او ښځو د کار کولو، زده‌کړو، بیان او معلوماتو ته د لاسرسي حقونه تر پښو لاندي کوي.
هغوی وايي د ط..البانو له خوا د ښځو حقونه تر ټولو زیات زیانمن سوي او اوس افغانستان یوازینی هیواد دی چي ښځي پکښي له ټولنیز ژوند څخه ایستل سوي دي او د‌ خپلو ټولو بنسټيزو حقونو څخه بې برخي دي.