د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(يونيسف) خبر ورکړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(يونيسف) خبر ورکړی، چي د افغانستان په ختيځ ولايتونو کي زلزله ځپلي کورنۍ پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
دغه سازمان ويلي، چي د زلزلې تر تېرېدو يو کال وروسته هم دغه کورنۍ د پاکو اوبو د ستونزي سره مخ دي.
یونیسف ویلي، چي د‌ دغو ستونزو له امله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ په زیانمنو سیمو کي ئې د لمریزي انرژۍ پر بنسټ د اوبو رسولو سیستمونه او برمې جوړي کړي؛ ترڅو خلګو ته د پاکو اوبو زمینه برابره سي.