اريانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چي له دې وروسته به د کابل او ډیلي ترمنځ هره ورځ الوتني ترسره کوي.
د دغه شرکت په وینا، دغه اقدام د مسافرو د زیاتېدونکو غوښتنو او د سفر اسانتیاوو د پراخولو له پاره سوی دئ.
د معلوماتو له مخي، مخکي په دې مسیر کي په اوونۍ کي یوازي څلور الوتني موجودي وې؛ خو اوس به خلګو ته هره ورځ د ډيلي او کابل ترمنځ د تګ راتګ زمينه برابره سي.
اريانا افغان هوايي شرکت وایي، د ورځنیو الوتنو په پیل سره به سوداګریز، طبي، تحصیلي او کورني سفرونه لا هم اسانه او چټک سي.