د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ایران کي د روانو نښتو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلي په اړه ژوره

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ایران کي د روانو نښتو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یاد بنسټ په وینا، جګړې او پوځي بریدونه د ماشومانو ژوند د جدي ګواښ سره مخ کړی.
یونیسف ویلي چي د راپورونو له مخي د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کي شاوخوا ۱۸۰ ماشومان وژل سوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چي ماشومان باید د جګړو له اغېزو خوندي وساتل سي او د هغوی ژوند او حقونه باید خوندي کړل سي.
دغه بنسټ له ټولو ښکیلو لورو غوښتي، چي د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.