د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر موندني ښيي، چي په افغانستان کي د نشهيي توکو کارونه لا هم تر ډېره د دودیزو موادو تر اغېز لاندي دي، خو د مصنوعي نشهيي توکو او افیوني درملو کارونه مخ په زیاتېدو ده.
د يکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې دفتر په نشر سوي راپور کي ويل سوي، چي ۴۶ سلنه نارينه معتادين چرس او ۱۹ سلنه تریاک کاروي.
د ملګرو ملتونو راپور څرګندوي چي د «کا» په نوم ګولۍ ۱۱ سلنه او متآمفتامین یا شیشه هم ۷ سلنه معتاد کسان کاروي.
په دغه راپور کي د یادو نشه يي توکو لوړ قيمت ته هم اشاره سوې او ويل سوي، چي د دغه نشه يي توکو اخيستل د يوه کارګر د يوې ورځي له معاش څخه پورته قيمت لري.
دغه سازمان په افغانستان کي په نشه يي توکو د روږدو کسانو پر درملنه او په افغانستان کي د نشه یی توکو پر پیر او پلور پر مخنيوي ټينګار کړی.
دغه راپور خبرداری ورکوي چي که د معتادینو د درملني او پوهاوي له پاره جدي ګامونه پورته نه سي، دا ستونزه به نوره هم پراخه سي.