د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز له شبکې سره په تازه مرکه کي ویلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز له شبکې سره په تازه مرکه کي ویلي، چي دا مهال له ایران سره د دغه هيواد د هسته‌یي پروګرام په اړه خبري رواني دي، خو هغه وايي چي د مشخصي نتیجې په اړه هیله نه لري.
ټرمپ دغه راز په خپلو خبرو کي ويلي دي، چي په ايران پوري اړوند پلانونه په منځني ختیځ کي له متحدو هیوادونو سره شریکول سم کار نه دئ هغه وايي: «دا ډول معلومات له سیمه‌ییزو متحدینو سره شریکول ښايي تر هغي هم بد وي چي دا معلومات رسنیو ته ورکړل سي.))
نوموړي زیاته کړې: ((ايران اوس له امريکا سره خبري کوي. ګورو چي ایا څه کولای سو او که نه، که د خبرو څخه مثبته پايله تر لاسه نه سوه په هغه صورت کي به وګورو چي څه پېښيږي.))

ټرمپ دغه راز د يادي مرکې پر مهال د ايران خبرو ته د شک په سترګه کتلي او ويلي ئې دي، چي تېر ځل هم ايران د هسته يي پروګرام د درولو ژمنه کړې؛ خو عملي ئې نه کړل.
ټرمپ د خپلو خبرو پرمهال خبرداری ورکړی، چي دا مهال یو لوی امریکایي بحري ځواک د ایران لور ته روان دئ، چي تر هغه قوت هم لوی دي کوم چي امريکا وينزويلا ته استولی و.