د ملګرو ملتونو د ښځو برخي مشره سیما باهوس وايي، په افغانستان کي د ښځو او نجونو محرومیت باید هېڅکله عادي حالت ونه ګڼل سي.
باهوس ویلي، د افغان ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي او ملګري ملتونه به د هغوی د حقونو او عزت ملاتړ ته دوام ورکړي.
باید وويل سي، چي د ط..البانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کي پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګېدلي دي. نجوني له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او له پوهنتونونو څخه منع سوي دي. د هغوی پر تګ راتګ او ټولنیز فعالیتونو هم محدودیتونه لګېدلي، چي له امله ئې د ښځو د حقونو په اړه پراخي اندېښنې راپورته سوي دي.