د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي د لوږي د پراخ بحران له امله شاوخوا ۱۲ میلیونه افغان کوچنيان عاجلو او بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف زیاتوي چي دا مهال تر پنځه کاله کم عمر لرونکي د ۸۵ زرو څخه ډېر کوچنيان د سختي خوارځواکۍ له امله بیړنۍ درملني ته اړتیا لري.

راپور زياتوي، چي د افغان کډوالو ستنېدو روان وضعیت لا پسي کړکېچن کړی دئ او د مرستو اړتیاوي نوري هم زیاتي سوي دي.
دغه سازمان د افغان کوچنيان سره د مرستي پر زياتوالي ټينګار کړی دئ.