د هرات ولايت څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولایت په لېرو پرتو او کليوالي سیمو کي مېندواره مېرمني د روغتیايي خدمتونو له جدي کمښت سره مخ دي.
دوی وايي، د ژمي سړه هوا او خرابي لاري د دې لامل سوی چي مېرمني نه سي کولای په اسانۍ سره د ښار روغتونونو ته ځان ورسوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، حتی هغه روغتیايي مرکزونه چي په سیمو کي موجود دي، لازم تجهیزات او امکانات نه لري او د ښځینه ډاکټرانو کمښت د مېندواره مېرمنو له پاره لویه ستونزه ده.
سیمه ییزې سرچینې زیاتوي، په کلیوالو روغتیايي مرکزونو کي د درملو کموالی، د تجهیزاتو نشتوالی او محدود خدمات د دې لامل سوی چي ډېری مېندواره مېرمني د زېږون مخکي او د زېږون پر مهال د جدي خطرونو سره مخ سي.