د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي له پاکستانه شاوخوا ۶۵۴ زره او ۱۰۰ افغانان په جبري ډول ایستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
ملګري ملتونه وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له زیاتېدو سره د افغانستان پر کمزوري بشري وضعیت فشار نور هم ډېر سوی دئ.
د دې ادارې په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو او ناامنۍ په دواړو هیوادونو کي د افغان کډوالو او بې‌ځایه سوو ستونزي لا زیاتي کړي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چي د افغانانو د ستنېدو بهیر باید خوندي، داوطلبانه او د انساني اصولو له مخي ترسره سي او له راستنېدونکو سره بشري مرستي بايد دوام پيدا کړي.