د پاکستان د جنګ په نوم ورځپاڼي راپور ورکړی، چي پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کړې.
راپور کي ويل سوي، چي پاکستاني چارواکو او سوداګرو په یوه ګډه غونډه کي له افغانستان سره د ټولو ترانزیټي لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان د جنګ ورځپاڼي د راپور له مخي، په غونډه کي د سوداګرۍ د خنډونو پر لېري کولو او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر عادي کولو ټینګار سوی دئ.
همداراز د خلکو د قانوني او اسانه تګ راتګ له پاره د اسانتیاوو پر زیاتولو هم خبري سوي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو لارو د بیا پرانیستلو کره نېټه نه ده اعلان کړې. دغه لاري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مي راهیسې تړلي دي.