د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې خبرداری ورکړی، چي د پاکستان دولت له خوا د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه سوې ده.
دغه سازمان وايي چي د ژمي په دې يخه څپه کي به افغان کډوال د زياتو ستونزو سره مخ سي.
ياد سازمان وايي چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال له پيل څخه تر دې دمه پوري تر يو میليون زيات افغان کډوال د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه سازمان وايي چي د مرستو دکمښت له امله ياد افغان کډوال اوس د ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو استازې، فیلیپا کینډلر، وايي چي د اوسني وضعیت له امله دا ستنېدل د اندېښنې وړ دي، ځکه ډېری راستانه سوي کسان ښځي او کوچنيان دي چي لاس نيوي ته اړتيا لري.
د هغې په خبره چي همکاران ئې د پولو په سیمو کي عاجلي مرستي برابروي؛ خو د ژمي د سخت شرایطو او محدودو امکاناتو له امله، د مرستي اړتیاوي ورځ تر بلي ډېرېږي. دغه اداره خبرداری ورکوي چي که نړۍوال د افغان کډوالو ملاتړ و نه کړي، د راستانه سوو افغانانو وضعیت به نور هم خراب سي او ښايي د بیا کډوالۍ لامل سي.