د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په تېرو درو کلونو کي افغانستان ته د ۴.۹ میلیونه کسانو راستنېدو د کارموندني، بنسټیزو خدمتونو او زیربناوو په برخه کي ستونزي زیاتي کړي دي.
د دغه سازمان په وینا، له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کلونو پوري د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي د کوربه ټولنو پر امکاناتو هم فشار راوړی دئ.
ملګري ملتونه زیاتوي، چي د بیارغوني د دویم پړاو پروګرام له لاري په یو شمېر ولایتونو کي له سیمهییزو ټولنو سره د مرستي هڅي رواني دي، څو د خلکو د ژوند شرایط ښه او بنسټیزو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی پراخه سي.