سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چي د اکتوبر د مياشتي تر نيمايي پوري د امريکا دولت د ايران پر جګړې ۴۷.۱ ميليارده ډالره مصرف کړی دئ.
د راپور له مخي، شاوخوا ۲۹ میلیارده ډالره د کارول سوو مهماتو د بیا برابرولو او ۶.۱ میلیارده ډالره د پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو له پاره لګول سوي دي.
په دې شمېرو کي د منځني ختیځ په سیمه کي د امریکايي پوځي اډو د زیانونو لګښت نه دئ شامل سوی.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چي که ایران له واشنګټن سره هوکړي ته ونه رسېږي، ښايي جګړه بېرته پیل کړي. د امریکا د کانګرس د بوديجې دفتر اټکل کړی، چي د جګړې دوام به هره میاشت له دوو تر درو میلیارده ډالرو لګښت ولري.