د ملګرو ملتونو په ملاتړ ریچ (REACH) ادارې په یوه تازه راپور کي ویلي

د ملګرو ملتونو په ملاتړ ریچ (REACH) ادارې په یوه تازه راپور کي ویلي، چي د افغانستان په ۵۳ سلنه هغو سیمو کي چي ارزول سوي دي، د خوارځواکۍ پېښي زیاتي سوي دي. د راپور له مخي، په ۴۴ سلنه دغو سیمو کي د خوارځواکۍ کچه د تېرو درو میاشتو په پرتله دوه برابره لوړه سوې ده.
راپور زیاتوي، چي د خوراکي توکو د بیو لوړېدل او د کورنیو د عایداتو کمېدل د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
په ياد راپور کي ويل سوي، چي پنجشېر، فاریاب او لغمان هغه ولایتونه دي چي د خوارځواکۍ تر ټولو ډېري پېښي په کښي ثبت سوي دي.

بلخوا د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت د شمېرو له مخي، اوس مهال په ټول هيواد کي شاوخوا درې میلیونه کسان له خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه وزارت له نړۍوالو مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي چي د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملني په برخه کي له افغانستان سره لا زیاتي مرستي وکړي.