د ميدان وردګو ولايت د ط..البانو د امربالمعروف رياست په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په دغه ولايت کي ئې لسګونه د موسيقۍ الې سوځولو دي.
خبرپاڼه ليکي، چي ۱۶۰ د موسيقۍ بېلابېلي الې ئې د بېلابېلو پروګرامونو پر مهال راټولي کړي او سوځولي ئې دي.
ط..البان وايي دغه کار ئې ځکه کړی، چي موسيقۍ ږغولو ته په اسلام کي اجازه نسته.
بلخوا بيا د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکو نيوکه کړې او په خبره ئې چي د ط..البانو دغه کړنه په لوی لاس د هنر پيکه کولو او له منځه وړلو په مانا ده.