د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکي وایي

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکي وایي، په تېرو نهو میاشتو کي له دغه ولایت څخه د څه باندې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهرنیو هیوادونو ته صادر سوي دي. د یادي خوني د معلوماتو له مخي دا زعفران د امریکا، اروپايي هیوادونو او د خلیج سیمي بازارونو ته لېږدول سوي دي.
د هرات زعفران د نړۍ په کچه ځانګړی شهرت لري او ګڼ شمېر هیوادونه د افغانستان زعفران د کیفیت له امله غوره ګڼي. د سوداګرۍ خوني مسؤلین هیله لري چي په راتلونکو میاشتو کي به د زعفرانو صادرات لا پسي زیات سي.