د ميدان وردګو ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ميدان وردګو ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ د‌ دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کي د کندهار- کابل پر لويه لار د يوه سراچه موټر د‌ چپه کېدو په پېښه کي ۷ کسان ټپيان سوي.
خبرپاڼه ليکي چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
دغه راز خبرپاڼه زياتوي چي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.