د بلوچستان پولیسو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی چي وسلهوالو کسانو د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کي پر درې خصوصي بانکونو یرغل کړی دئ.
د راپورونو له مخي بریدګرو له دغو بانکونو څخه تر ۱۵۵ میلیونه روپیو زیاتي پیسې وړي او له سیمي تښتېدلي دي.
پولیس وايي، د پیسو د لېږد پر مهال د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم سوې ده.
د دغه نښتي په ترڅ کي یو پولیس او یو بل کس وژل سوي او څلور نور پولیس ټپیان سوي دي.