د ميدان وردګو ولايت د پېښو په وړاندي د مبارزې ریاست د يکشنبې په ورځ ويلي

د ميدان وردګو ولايت د پېښو په وړاندي د مبارزې ریاست د يکشنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کي د يوه کور خونه نړېدلې، چي له امله ئې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد رياست په وينا په دغه پېښه کي څلور کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.