د ط..البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی وایي، د داع.ش ګواښ

د ط..البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی وایي، د داع.ش ګواښ، د مخدره توکو قاچاق او سرحدي جرمونه د افغانستان او د منځنۍ اسیا هيوادونو ګډي اندېښنې دي.
د هغه په خبره چي د منځنۍ اسيا هيوادونه به د يادي وسله والي ډلي په مخنيوي کي په ګډه کار کوي؛ ترڅو په سيمه کي يادي اندېښنې لېري سي.
نوموړي دغه څرګندوني د يکشنبې په ورځ په کابل کي د ط..البانو او د منځنۍ اسیا هيوادونو ترمنځ په مشورتي غونډه کي کړي دي. هغه ویلي چي ط..البانو د دغو ګواښونو د مخنیوي له پاره ځیني عملي ګامونه هم اخیستي دي.

په دغه غونډه کي د منځنۍ اسيا د هيوادونو يو شمېر لوړپوړو استازو هم ګډون کړی وو، د يادي غونډي د خبرو اصلي محور په سيمه کي سياسي، اقتصادي او امنيتي مسايل بلل سوي دي.
تر دې وړاندي، د شانګهای همکاری سازمان امنیتي څانګي هم خبرداری ورکړی و، چي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي د ترهګرو ډلو فعاليتونه ورځ تر بلي زياتېږي.