د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، په افغانستان کي د ماین‌پاکۍ او د هغې د خطرونو د پوهاوي له پاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
اوچا ویلي چي لا هم میلیونونه افغانان د ماینونو او ناچاوده مهماتو له جدي ګواښ سره مخ دي او د هيواد شاوخوا دوه پر دریمه برخه د دې خطرناکو توکو له امله ککړه پاته ده.
د اوچا په وینا، هره میاشت تر ۵۰ ډېر کسان د ماین چاودنو قرباني کېږي، چي ډېری ئې ماشومان دي. همدارنګه، د سره صلیب نړۍواله کمیټه راپور ښيي چي یوازي په ۲۰۲۵ کال کي د ماین چاودنو ۲۱۷ پېښو کي ۴۶۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بايد وويل سي، چي تر دې مخکي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت هم له نړۍوالي ټولني غوښتي و، چي په افغانستان کي د ماین‌پاکۍ برخه کي مرسته وکړي.