د میانمار په کائونګ تات کلي کي د کان‌کیندني له پاره د ساتل سوو چاودېدونکو موادو د چاودني له امله ۵۵ کسانو خپل ژوند

د میانمار په کائونګ تات کلي کي د کان‌کیندني له پاره د ساتل سوو چاودېدونکو موادو د چاودني له امله ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي، په وژل سوو کسانو کي ۲۵ ښځي او ۳۰ نارینه شامل دي.
همدارنګه له ۷۰ څخه ډېر کسان په دې پېښه کي ټپیان سوي.

ځايي سرچینې وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته سوې چي د معدني فعالیتونو له پاره زېرمه سوي مواد ناڅاپه وچاودېدل.
چارواکي وايي چي د پېښي د دقیق علت د معلومولو له پاره څېړني پیل سوي دي.
د هغوی په خبره د کان‌کیندني په ساحو کي د چاودېدونکو موادو د خوندي ساتني نشتوالی د ورته مرګونو پېښو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.