د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، چي په ایران مېشت میلیونونه افغان کډوال لا هم له ګڼو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د نړۍوالي ټولني له دوامدار ملاتړ پرته به ئې وضعیت لا ستونزمن سي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي چي په ایران کي د مېشتو افغانانو اړتیاوي ورځ تر بلي زیاتېږي او مرستندویه ادارې باید د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو له پاره خپلي هڅي پراخي کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چي په ايران کي وروستیو پوځي نښتو او د سیمي امنیتي کړکېچونو د کډوالو پر رواني او ټولنیز وضعیت منفي اغېزې کړي دي.

ایګلنډ خبرداری ورکړی، چي د ایران او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالي او د امریکا پوځي عملیاتو د افغان او ایراني ماشومانو ترمنځ وېره او ذهني فشارونه زیات کړي دي.
د هغه په خبره، ماشومان د جګړو او ناامنۍ تر ټولو زیانمنه قشر دئ او ځانګړي رواني او تعلیمي پاملرني ته اړتیا لري.
هغه له نړۍوالو بنسټونو او مرستندویو هیوادونو وغوښتل چي د افغان کډوالو د ملاتړ پروګرامونه پیاوړي کړي، څو دغه کورنۍ له لا زیاتو بشري ستونزو او بې‌ثباتۍ سره مخ نه سي.