د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق الله قريشي د‌ جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق الله قريشي د‌ جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کي د يوې خوني د نړېدو په پېښه کي د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل سوي او يو بل کس ټپي سوی دئ.
د قريشي په وينا چي دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي، چي په دې وروستیو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي سیلابونو زيات شمېر کسانو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.