د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چي د امریکا پوځ په ایران کي د خپلو پوځي عملیاتو ۱۳مه شپه بشپړه کړې ده.
سنتکام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، امریکایي ځواکونو د ایران پوځي قوماندانۍ، د بېپیلوټه الوتکو د زېرمو مرکزونه، مخابراتي شبکې، د ساحلي څارني مرکزونه او د ايران سمندري پوځي وړتیاي په نښه کړي دي.
د خبرپاڼي له مخي، د دغو بریدونو هدف دا و چي په هرمز تنګي کي د ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو پر وړاندي د ایران احتمالي ګواښ کم کړي.
سنتکام زیاته کړې، چي پر هرمز تنګی، سره له دې چي په وروستیو کي د ایران د سپاه پاسداران له لوري بریدونه سوي، لا هم د نړۍوالو کښتیو پر مخ پرانیستی دئ او سوداګریزي بېړۍ د امریکایي ځواکونو په ملاتړ په ازاد ډول پر دغه لار تګ راتګ کوي.
په خبرپاڼه کي همداراز ویل سوي چي دا مهال په ټول منځني ختیځ کي له ۵۰ زرو څخه ډېر امریکایي پوځیان په بېلابېلو ماموریتونو بوخت دي.