د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کي د ددوو کورنيو ترمنځ د واوري پاکولو پر سره نښته رامنځ ته سوې.
د خبرپاڼي په حواله چي نښته هغه مهال رامنځ ته سوې، چي يوې کورنۍ د خپل کور واوره پاکول او بلي کورنۍ ئې مخالفت وکړ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه نښته کي يو کس وژل سوی او درې نور ټپيان دي.

خبرپاڼه ليکي، چي د پېښي په تړاو ئې يوشمېر کسان نيولي او اوس تر څېړنو لاندي دي.